الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کمپنۍ پله څخه تر قلعه حیدرخان پورې د کابل–کندهار سړک قیر چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د قلعه حیدرخان سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک قیر چارې د فني او تخنیکي معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند مولوي فضل الرحمن رحماني په دې اړه وویل: دغه سړک چې، د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د یوه مهم اقتصادي دهلېز په توګه، ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د ښاري سړکونو شبکې د پراختیا په برخه کې به اغیزمن رول ولوبوي.
د نوموړي په وینا؛ کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د روان کال په ترڅ کې د دې سړک ۳ کیلومتره برخه جوړه اود پاتې برخې د جوړولو چارې به یې په راتلونکي کې کال کې بشپړې کړي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د هېواد د لوېدیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د وسایطو چټک او خوندي تګ راتګ ته به زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د داسې زېربنايي پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي، څو ښاریانو ته معیاري ښاري خدمتونه وړاندې او دوی ته د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړي.