الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ده عربانو- کمپنۍ نښلوونکي سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښار په لوېدیځ کې د ترانسپورتي شبکو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې له ده عربانو څخه د کمپنۍ تر څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند مولوي فضل الرحمن رحماني وویل چې، د قرغې سړک له ده عربانو سیمې څخه د کمپنۍ تر موټر پلورنځیو او پر دوام یې د کمپنۍ تر څلورلارې پورې ۲۷۱۰ متره اوږدالی، ۲۰، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده چارې یې په څه کم ۹ میاشتو کې په معیاري توګه بشپړې شي.
د نوموړي په وینا؛ په دې پروژه کې د ۱۱۹۵ مترو په اوږدوالي یوه کانال، پُل‌ګوټو، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او کرښې اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د پغمان پخوانۍ سړک له خواجه مسافر سیمې سره ونښلول شي او ورسره جوخت به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي پراختیا ته به زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د داسې زېربنايي پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي، د ښار د سړکونو شبکه پراخه او ښاریانو ته د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره کړي.