
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال: هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې د سړک جوړونې پروژو د پلې کېدو پر مهال تخنیکي معیارونه او د کار کیفیت له پامه وغورځوي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین- چهارقلعه چهاردهي د نوي نښلوونکي سړک په قیر چارو کې د غیر معیاري کار له ترسره کولو څخه مخنیوی وکړ.
نوموړي د کار د وضعیت له ارزونې وروسته سپارښتنه وکړه چې، د یاد سړک هغه برخې چې د قراردادي شرکت له خوا د فني او تخنیکي معیارونو له پام کې نیولو پرته قیر شوې دي، ویجاړې او د بیا اصلاح لپاره یې چمتو کړي.
د ودانیزو چارو مرستیال ټینګار وکړ چې، د یاد سړک قیر چارې باید له نیمګړتیا پرته د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره په غوره کیفیت ترسره شي. هغه د انجنیرانو له خوا له پروژو څخه پر دقیقو څارنو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، چاته به اجازه ورنه کړي څو د پروژو په کار کې ناغیړي وکړي او کیفیت له پامه وغورځوي.
د نوموړي په وینا؛ د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه د مخنیوي په موخه، ودانیز توکي باید تر کارولو وړاندې په لابراتوار کې آزمویل شي.
د علاءالدین درې لارې- چهارقلعه چهاردهي سړک د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ زون اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کارته سه، کارته چهار او علاءالدین سیمو اقتصادي او پراختیايي ودې ته به زمینه برابره شي.
د علاءالدین درې لارې - چهاردهي د چهارقلعه نښلوونکي سړک قیر چارو کې د غیر معیاري کار مخه ونیول شوه


