
کابل ښاروالۍ د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوولسمې ناحیې اړوند د پنځه سوه فامیلیو سړک په اوږدو کې د څلورو سړکونو د جوړولو چارې پیل کړې.
په دغو سړکونو کې چې، په ټولیزه توګه ۴۷۶.۶ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د شتل سړک دوام، د دویم مارکېټ سړک، قصر سلطنت ته څېرمه سړک او د قلعه نجارها لوري ته د هدیرې ( قبرستاني) سړک جوړول شامل دي. په یادو پروژو باندې چې، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې پلې کېږي. په ټولیزه توګه ۲۱ میلیونه ۷۷۹ زره او ۹۹۶ افغانۍ لګښت راځي.
د دې سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او په یاده سیمه کې به ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.
ټاکل شوې ده د دغو څلورو سړکونو د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې انشاءالله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
په پنځه سوه فامیلیو سیمه کې د څلورو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې


