الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې اړوند سیمو کې د اوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د خوراکي توکو، پُرزه پلورونکو او څلورمې حوزې ته نږدې د اوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سړکونه چې په ټولیزه ټوګه ۱.۷۵۳ متره اوږدوالی، ۱۲، ۱۵، ۲۰، ۲۵ او ۳۲ متره سور لري، د تېږو په فرشولو سره به د ۹۱ میلیونه، ۳۵۸ زره او ۴۲۵ افغانیوپه لګښت د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې جوړ شي.
په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانواو د سوداګریزو سیمو فعالیت کوونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
ټاکل شوې ده د دغو اوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې ان‌شاءالله د ۸ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.