
د لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شیرپور سیمې د اوو فرعي سړکونو د تېږو فرشولو چارې بشپړې شوې دي او یاده پروژه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده. هڅې روانې دي چې دغه پروژه هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې لومړی، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم فرعي سړک جوړول شامل دي چې، د تېږو فرش په بڼه جوړ شوي دي. په تېږو د سړکونو فرشول له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د اړوند سیمو ترافیکي او ترانسپورتي وضعیت ښه والی ومومي او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې، ښاري زېربناوې پراختیا ومومي او د ښاریانو د ژوند کیفیت لا ښه کړي.
د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شیرپور د اوو فرعي سړکونو د تېږو فرشولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي


