کابل ښاروالۍ له خوا د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې د یوې اصلي لیکې درېیمه طبقه قیرچارې د فني او تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي اوهڅه کېږي څو یې پاتې برخې هم د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې قیرکولوته چمتو شي.
د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه چې ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، تراوسه یې د ۵ کیلومترو په اوږدوالي د یوې اصلي لیکې لومړۍ، دویمه او درېیمه طبقه او د ۳.۵ کیلومترو په اوږدوالي د دوو اصلي او دوو فرعي لیکو قیرچارې ترسره شوې دي.
ورته مهال ی د یاد سړک د پاتې بسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د کانالونو، لښتیو، پُلګوټو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل–لوګر سړک چې، د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې ترافیکي ظرفیت لوړ او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي


