الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - پروان تر سړک پورې د هزاره‌ بغل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


د هزاره‌ بغل سړک په جوړېدو سره به د خیرخانې کوتل د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره یوه مهمه بدیله لاره رامنځته شي.
د منشي میرغلام له سیمې څخه د کابل – پروان تر سړک پورې د هزاره بغل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې دغه پروژه په راتلونکو نهو میاشتو کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هزاره بغل سړک دا برخه چې ۴ زره او ۴۹ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو، پُل‌ګوټو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
ورته مهال له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میرغلام تر سیمې پورې د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي. د دغو دوو برخو په جوړېدو سره به دغه لاره د خیرخانې کوتل د یوې بدیلې لارې په توګه د ترافیکي بهیر په ښه تنظیم او د کابل ښار په شمالي برخو کې د ګڼې ګوڼې په کمښت کې مرسته وکړي.
همدا راز د هزاره بغل سړک د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم اغیزمن رول لري.
د دې پروژې بشپړېدل به د ښار د ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا ترڅنګ، د ښاري نظم پراختیا ، د تګ راتګ د اسانتیاوو او د کابل ښار په شمالي برخو کې د اقتصادي فعالیتونو ودې ته هم زمینه برابره کړي.