الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په څلورم بلاک کې د تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي


کابل ښاروالۍ د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښاریانو د تفریح لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو او د ښاري ښکلا د زیاتوالي په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په څلورم بلاک کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي، چې دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پارک چې ۵۰۰۰ متره مربع مساحت لري، د احاطې دېوالونو، د ننوتلو او وتلو دروازې، د تیږو په کارولو سره د پليو لارو، د اوبو زېرمتون او د سیوري ځایونو جوړول، د چمنونو کرل او د نیالګیو او ګلانو کېنول شامل دي.
د دغه پارک د جوړولو چارې به د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره، په راتلونکو دریو میاشتو کې ان‌شاءالله بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته د تفریح کولو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښه‌ والي او د کابل ښار د ښکلا په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.