الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه او دوه ویشتمه ناحیه کې د دوو زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له خوا د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښار د ښکلا او د ښاریانو لپاره د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښار په اتمه او دوه‌ویشتمه ناحیه کې د دوو زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي.
له دغو دوو سیموڅخه یوه یې د ۲۵۰۰ متره مربع مساحت په لرلو سره د اتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پر غونډۍ موقعیت لري او بله یې د ۱۷ زره متره مربع مساحت په درلودلوسره په دوه‌ ویشتمې ناحیه کې د کابل ښاروالۍ اړوند د بګرامیو ښارګوټي په پروژه کې موقعیت لري.
اوسمهال په دغو پروژو کې د ځمکې هوارولو او د کرنیزې خاورې په کارولو سره د ځمکې چمتو کولو چارې روانې دي او په راتلونکو پړاوونو کې به په دغو سیمو کې د نیالګيو او زینتي ګلانو د کېنولو ترڅنګ، د چمنونو جوړول هم ترسره شي.
د یادو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په دغو برخو کې زرغونې سیمې پراختیا ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د یوه زرغون، ښکلي او سالم چاپېریال څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، د یادو سیمو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا پر مخ وړل کېږي.