
د جویشیر–پل آرتل سړک قیرچارې څوموده وړاندې په بریالیتوب سره بشپړې شوې او اوس مهال یې د ترافیکي کرښو اچولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
په دې پړاو کې په سړک باندې د متصل او منقطع کرښو اچول، د پليو لارو په نښه کول او د ترافیکي نښو او سمبولونو ځای پر ځای کول شامل دي. دغه چارې د ترافیکي بهیرد تنظیم، د موټرو د تګ راتګ د لارو د بېلولو او د موټرچلوونکو او پلي کسانو د تګ راتګ د خوندیتوب په موخه ترسره کېږي.
کابل ښاروالۍ له درنو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، له تازه رنګ شویو ترافیکي کرښوڅخه د خپلو موټرو د ټایرونو له تېرولو ډډه وکړي، ځکه د موټرو پرله پسې تګ راتګ د دغو کرښو د رنګ د ژر له منځه تلو او د ترافیکي نښو روڼتیا او اغېزمنتیا د کمښت لامل کېږي.
یاد سړک چې، د ۸۶۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور سره طرحه او جوړ شوی دی، د اساسي برخو ترڅنګ یې، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، پليو لارو، د سړک منځ ګلدانونو جوړول او د څراغونو نصبول هم پکې شامل دي، چې چارې یې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د موټرو د تګ راتګ ظرفیت لوړ، ترافیکي بهیربه تنظیم او د کابل ښار په دې مرکزي سیمه کې به د ښاریانو لپاره د آسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
د جوی شیر- پل آرتل په سړک د کرښو اچولو چارې روانې دي


