الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو- لته بند سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې.
دغه سړک چې، ۳.۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوی دی.
د دې پروژې په چوکاټ کې د یوه لوی پله او څو پُل ګوټو، د ۷۰۰۰ متر مربع استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، تم ځایونو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې ترانسپورټي شبکه پياوړې، د ښاریانو د تګ راتګ، د توکو او مالونو د لېږد رالېږد د آسانتیا او د ښار د سویلي او ختیځو برخو په سړکونو کې به د ترافیکي ګڼه ګوڼې کمښت ته زمینه به برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، د دې سړک ۲.۱۵۰ متره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې او د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولوچارې یې هم تر لاس لاندې دي تر څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.