
د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې، له نوروزآباد (ایمل مومند) څلورلارې څخه د دولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې روانې دي.
دغه سړک چې ۲۱۹۶ متره اوږدوالی او له ۳۰ څخه تر۴۰ مترو پورې سور لري، قیر چارې یې د مسلکي انجنیرانوتر څارنې لاندې د تخنیکي معیارونو مطابق ترسره کېږي او په پام کې ده چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.انشاءالله.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د دولسمې ناحیې اړوند نورو سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمښت ومومي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د نوروزآباد – دولسمې امنیتي حوزې د سړک دویمه طبقه قیرچارې روانې دي


