
د ښاري زېربناوو د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتمې ناحیې اړوند په ۳۳م او ۴۴م ګذر کې د لرګیوهډې او ګلببته سیمو د کوڅو او فرعي سړکونو د جوړولو او بیارغونې دوه پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اتمې ناحیې رئیس مولوي سردار ولي ذاکر، د سیمې د مشرانو او یو شمېراوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوې.
انجنیر میرالرحمن ناصري د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل: د سړک او کوڅو جوړولو دغه دوه پروژې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته ترسره شوې دي.نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروژو پلي کېدو د ښاریانو د یو شمېر ستونزو د حل ترڅنګ، د سیمې د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي او یو شمېر هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مرسته کړې ده.
د نوموړي په وینا، کابل ښاروالۍ هڅه کوي، چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ورته پروژو د طرحې او پلي کولو له لارې، ښاریانو ته معیاري ښاري زېربناوو او مناسب ښاري چاپېریال ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
په دغو پروژې کې چې، په ټولیزه توګه ۲ کیلومتره اوږدوالی او له ۳ څخه تر ۶ مترو پورې سور لري، د کوڅو او فرعي سړکونو او دغه راز د لښتیو جوړول شامل دي.
په همدې حال کې، د اتمې ناحیې رئیس او د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې، د سړکونو، کوڅو او ښاري تأسیساتو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.
کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې، د سړکونو او کوڅو شبکې په ښه والي، د تګ راتګ په آسانتیا او د ښاریانو اساسي اړتیاوو ته په رسېدنه، د متوازن پرمختګ او د ښاري ژوند د کیفیت د ښه والي زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت، د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
په اتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې شوې


