الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پله د سړک قیر چارې پيل شوې


د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د ډېک‌ سلب دواړو غاړو ته د سړکونو قیرچارې، د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال، انجنیر عامر زمرک یاسر د کار له بهیر څخه د څارنې پر مهال د تخنیکي معیارونو پر رعایت، د کار د کیفیت او د پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، هڅې روانې دي څو دغه ستره بنسټیزه پروژه د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروژې د مدیرانجنیر خوش‌محمد سیحون د معلوماتو له مخې، د هوايي پله د سړک د قیرچارو له بشپړېدو وروسته به د هغه د نښلوونکي سړک قیرچارې هم ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته جوړېدونکی هوايي پل په ټولیزه توګه ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري. دغه راز د دې پله په دواړو غاړو کې ۴۷۲ متره استنادي دېوالونه (شیروال) هم جوړ شوي دي. دغه پل پر ۹۰ پایل پایو او ۶ استحکامي پایو باندې جوړشوی دی.
د یادې پروژې په چوکاټ کې د ۳۳ مترو په شعاع او ۱۵۰ مترو اوږدوالي یو دایروي رېمپ او همدارنګه له دهن‌باغ لوري څخه د جوی‌ شیر تر نوي سړک پورې د ۲۱۶ مترو په اوږدوالي او ۷ متروسور سره یو نښلوونکی فرعي سړک هم شامل دي.
د دغو برخو په بشپړېدو سره به د دې څلورلارې نښلوونکې سړکونه منظم او د موټرو د تګ راتګ لپاره به لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته شي.
یاد هوايي پل په څلورو لینونو کې طرحه شوی، چې دوه لینونه یې د تګ او دوه نور یې د راتګ لپاره ځانګړي شوي دي. د دغه پله په بشپړېدو سره به ترافیکي بهیر له درېدو او ګډوډېدو پرته، د موټرو تګ راتګ په ډېرې آسانۍ ترسره شي.
د دې پروژې ټولیز لګښت ۴۶۲ میلیونه افغانۍ دی، چې د کابل ښاروالۍ له عوایدو څخه تمویلېږي. دغه پروژه تر اوسه ۹۰ سلنه پرمختګ لري او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې هم په چټکۍ سره توګه روانې دي.
د کابل ښار په مرکزي سوداګریزه د سالنګ‌ واټ سیمې ته په پام سره چې، له ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مخ سړک څخه شمېرل کېږي، د دغه هوايي پله بشپړېدل به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، د سړکونو د تداخل په مخنیوي او د شهرنو، ده‌افغانانو او شاوخوا سیمو په سړکونو کې د ترافیکي بهیر په تنظیم کې اغېزمن رول ولوبوي.
د دغې پروژې په بشپړېدوسره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ پره برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او به خوا به د ښار په دې برخه کې ترافیکي بهیر په اغېزمنه توګه تنظیم شي.