الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څرخي پله د زندان لوېدیځ لوري ته سړک د دویمې لیکې د جوړولو چارې روانې دي

کابل ښاروالۍ د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا، د ترافیکي وضعیت د ښه‌ والي او د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د څرخي پله د زندان لوېدیځ لوري ته د۷۶۰ مترو په اوږدوالی او ۱۵.۵ متره سور سره د سړک د دویمې لیکې د جوړولو چارې روانې ساتلې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، د بایسکل‌ چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په سیمه کې د ترانسپورتي شبکې ظرفیت لوړ او بله خوا به ښاریانو ته د تګ‌ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.