
د کابل ښاروالۍ له خو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند د کابل–کندهار له سړک څخه د دارالسلام ترروغتون او د کابل ښاروالۍ تر مالګدامونو پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پروژې پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د دې پروژې د اهمیت په اړه وویل: د یاد سړک جوړول به د ترانسپورټي آسانتیاوو د برابرولو او د اړوندو سیمو د اقتصادي او ټولنیزې ودې ترڅنګ، د ښاري بنسټونو په پیاوړتیا او د ښاري وضعیت په ښه والي کې هم مهم رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دغه سړک په اوږدو کې ۲۲۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقوق ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاريزېربناوو د ریاست د طرحې له مخې، دغه سړک ۲۳۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري، چې د خنډونو د پاکولو چارو له بشپړېدو وروسته به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي او مسلکي څارنې لاندې په معیاري او اساسي توګه جوړ شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې بهیر کې هغه ملکیتونه هم شامل دي چې، د استملاک په موخه په پام کې نیول شوي دي.
د کابل–کندهار له سړک څخه د دارالسلام ترروغتون پورې د نوي سړک د جوړولو په موخه د خنډونو پاکولوچارې پیل شوې


