د ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجهبغرا له ګولایي څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو بنسټیزې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي چې، په بشپړېدوسره به یې ښآریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۳۸۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو،څلور پلچکونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښواچول هم شامل دي.
د دغه سړک په جوړېدو سره به د ۱۵مې ناحیې له اوسېدونکو سربېره، هغه هېوادوالو ته چې، د خیرخانې مېنې نورو سیمو ته تګ راتګ کوي، آسانتیاوې هم رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د ۸ میاشتو په موده کې انشاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې وسپارل شي.
د خواجهبغرا - قصبې نښلوونکي سړک د جوړولو بنسټیزې چارې روانې دي


