الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پغمان کې د اوبو د دوو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې


په پغمان کې د زرغونو سیمو د خړوبولو او پراختیا لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه حکیم او سرکاريز په سیمو کې د اوبو د دوو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د اوبو دغه دوه بندونه چې، یو یې۴۵.۳ متره او بل یې ۲۱.۶۹ متره اوږدوالی، ۲۲.۶ او ۳۷ متره سور، ۴ او ۴.۷ متره ژوروالی لري، د تیږو په کارولو سره جوړېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په د زرغونو سیمو د خړوبولو او پراختیا لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو زمینه برابره او ترڅنګ به یې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته کاري فرصتونوهم رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفترپه مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د قرغې بند د زرغون کمربند سیمې او قلعه باقي سیمې د خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه، د دوو نورو بندونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
پاتې دې نه وي چې، د یادو بندونو د جوړولو چارې به د ۸۰ کاري ورځو په موده کې بشپړې شي.