
د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت د اداري ودانۍ له مخې څخه تر ماشینخانې پورې د جوی شیر نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
یاد سړک د ښار مرکزي برخو ته د تګ راتګ د آسانتیا او د موټرو لپاره د مناسبې لارې د برابرولو په موخه، د تخنیکي معیارونو له مخې د ۷۸۳ مترو په اوږدوالي او ۳۲ مترو په سور سره جوړېږي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د ۴۰۰۰ متره مکعب استنادي دېوال او ۱.۸۷۶ متره د اوبو شیروال جوړول هم په پام کې نیول شوی دی.
د دې طرحې پر دوام به د صدارت څلورلارې څخه د موټرو هوايي پل له یاد سړک سره ونښلول شي څو د ښار په دې برخه کې یوه مناسبه بدیله لاره رامنځته شي.
د دې سړک او هوايي پله په جوړېدو سره به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، د قوای مرکز، ده افغانانو، زېر زمینۍ او شاوخوا سیمو ترافیکي بهیر په غوره تنظیم او ووېشل شي.
د یادونې وړده چې، اوسمهال د یاد سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هر څه ژر قیرکولو ته چمتو شي.
د جوی شیر نښلونکي سړک جوړول او پراختیا؛ د ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي بهیر د ښه والي په لور ستر ګام


