
د شپږمې ناحیې اړوند د پلسرخ له سیمې څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅې کېږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دا پروژه ۱۹۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د یوې زېربنايي پروژې د ټولو جزئیاتو د جوړولوسربېره، د ۱۳۲۹ مترو په اوږدوالي، ۲ مترو سور او ۳.۱۲ مترو په ژوروالي د یوه کانال جوړول هم پکې شامل دي.
همدا راز د پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم د یادې پروژې برخې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پل سرخ، کارتهسه او علاءالدین درې لارې ترمنځ د ښاریانو تګ راتګ آسانه او د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت به لوړ شي.
له پل سرخ څخه ترعلاءالدین درې لارې سړک، قیر چارو ته د چمتو کولو په موخه هڅې روانې دي


