الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځلسمې ناحیې د څلورم، یوویشتم او دوه ویشتم ګذر اړوند د قصبې، مرجان ښارګوڼي او پنځه سوه فامیلیو په سیمو کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي
دغه دواړه فرعي سړکونو چې، په ټولیزه توګه ۱۵۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، په جوړېدو سره به یې د اړوندو سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ پروړاندې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د دې پروژې لومړۍ برخه د ۲۱م او ۲۲م ګذر اړوند د قصبې او مرجان ښارګوټي په سیمو کې د ۵۸۳ مترو په اوږدوالي جوړېږي او دویمه برخه یې بیا د څلورم ګذر اړوند د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې د ۹۱۷ مترو په اوږدوالي په پام کې نیول شوې ده.
د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمواوسېدونکو او د لېږد وسایطو لپاره د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي. د یادو پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنه کوي، څو یې چارې د ټاکل شویو معیارونو مطابق او په ټاکلي وخت بشپړې شي.
دغه پروژې به چې، د لښتیو او پلیو لارو جوړول هم پکې شامل دي، په روان کال کې به ان‌شاءالله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.