الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په ۱۴م بلاک کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په ۱۴م بلاک کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. دغه پروژه تر اوسه ۸۰ سلنه پر مخ تللې اوټاکل شوې چې، ان شاءالله تر راتلونکو۲۰ ورځو پورې به بشپړه شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او ګڼو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۵۶۳ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، یو شمېرهېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.