الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په جعفرآباد سیمه کې د دوو فرعي سړکونو او یوې کوڅې کانکریټ چارې روانې دي


د سیمه‌ ییزو لارو د وضعیت د ښه‌ والي او ښاریانو ته د غوره ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا اود ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د د دیارلسمې ناحیې اړوند د ۱۲م ګذر په جعفرآباد سیمه کې د دوو فرعي سړکونو او یوې کوڅې کانکریټ چارې روان، د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د مناسبو او معیاري لارو آسانتیاوې برابرې شي. یاده پروژه تر دې مهاله ۸۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې د یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو سړکونو او کوڅو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د نامناسبو لارو له امله د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې او بله خوا به د ورښتونو پرمهال د رامنځته کېدونکو ستونزو مخنیوی وشي.