الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پله د سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله په دواړو غاړو کې د سړک دویمه طبقه قیر چارې په بریالیتوب بشپړې شوې.
د یادې پروژې د مدیر انجنیر خوش‌محمد سیحون په وینا؛ دغه هوايي پُل چې، ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري، د ۴۷۲ شیروالونو، ۹۰ پایلونو او ۶ استحکامي ستنو په ګډون جوړ شوی دی. دغه پروژه تر اوسه ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، د روان کال تر پایه ان‌شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدا راز په دې پروژه کې د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ او ترڅنګ یې د ۲۱۶ مترو په اږدوالي د نښلوونکي سړک جوړول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په سالنګ واټ کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د دې پروژې ټولیز لګښت ۴۶۲ میلیونه افغانۍ دي چې، د کابل ښاروالۍ له عوایدو څخه تمویلېږي.