
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست اړوند د ډبرو د تولید فابریکه د ګرانیټ ډبرو په تولید سره د کابل ښار په ځانګړو سیمو کې د پلیولارو د جوړولو او ښکلا په موخه، په منظم ډول فعالیت کوي.
د دې فابریکې لپاره اړینې ډبرې د کابل ښاروالۍ له اړوند کان څخه، چې د ښار په سوېل ختیځ زون کې موقعیت لري، برابرېږي. دغه ډبرې تر لېږد وروسته فابریکې ته راوړل کېږي او د پروسس، پرې کولو او صیقل کولو پړاوونه بشپړوي، څو د پليیولارو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ بڼې او اندازې ته چمتو شي.
د دې فابریکې تولید شوې ډبرې د ښاري پروژو د اړتیاوو له مخې، د ۳، ۵ او ۷ سانتيمترو په پنډوالي سره جوړېږي.
د یادې فابریکې تولید شوې ډبرې تر اوسه د آریانا، زنبق څلورلارو، پلسرخ، آسمایي پله، د مرنجان تپې سړک او د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک په پلیولارو کې کارول شوې دي.
کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د دغې فابریکې د تولیداتو په کارولو سره د ښار په نورو ځانګړو سیمو کې هم د پلیولارو د جوړولو او بیارغونې بهیر پراخ کړي، څو د ښاري چاپېریال د کیفیت او ښکلا د ښه والي ترڅنګ، په ښاري پروژو کې له کورنیو سرچینو او تولیداتو څخه د لا ډېرې ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه فابریکه د شته تجهیزاتو او امکاناتو په کارولو سره هره ورځ له ۳۰ څخه تر ۵۰ متره مربع پورې ګرانیټ ډبرې تولیدوي.
د کابل ښاروالۍ اړوند د ګرانیټ ډبرو د تولید فابریکه په منظم ډول فعالیت کوي


