الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په اووم ګذر کې د دوو کوڅو د جوړولو چارې بیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړسمې ناحیې اړوند د اووم ګذر د مرنجان تپې په سیمه کې د دوو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه دوه کوڅې چې، په ټولیزه توګه ۷۷۶ متره اوږدوالی او ۴.۵ متره سور لري، د ولښتیو جوړول هم پکې شامل دي.
د یادې پروژې په پلي کېدو سره به له یوې خوا یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بله خوا به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ پروړاندې شته ستونزې هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د درېیو کاري میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړه شي.