
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د تخنیکي او فني معیارونو له مخې، د بره څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک درېیمه (وروستۍ ) طبقه قیر چارې ترسره شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وویل چې، د نادریې لېسې له لخوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري. د نوموړي په وینا؛ په بل پړاو کې به د سړک د داخلي پوښ او ښکلا چارې ترسره شي او له هغه وروسته به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دهن باغ څلولارې له خوا د پروان دو څلورلارې پر لور هوایي پل ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري چې، له نیکه مرغه په نږدې ورځو کې به یې قیر چارې پیل شي.
د پروژې مسئولین وایي چې، هڅې روانې دي څو، دا هوایي پل او تر ځمکې لاندې سړک د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بره کي په څلولارې کې د موټرو له درېدو او ترافیکي ګڼه ګوڼې مخنیوی وشي او ښاریانو به ګڼو ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
د بره کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک وروستۍ طبقه قیرچارې بشپړې شوې


