
د کابل ښاروالۍ له خوا د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د چهاردهي له چهارقلعه څخه تر پُل خشک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړک چې د برچي سړک د بدیلې لارې په توګه جوړېږي، ۵۱۲۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده په راتلونکي یوه کال کې ان شاءالله په معیاري او اساسي ډول جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا د برچي د عمومي سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د آسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
د یاد سړک جوړېدل به د ترانسپورتي شبکې په پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، د سیمو ترمنځ د لاسرسي په ښه کولو او د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره د زمینې په برابرولو په برخه کې اغېزمن رول ولري.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونواو د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونونصبول اوپه سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د چهاردهي له چهارقلعه څخه تر پُل خشک پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


