
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د قلعه زمان خان- کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټریزپله د له مخکې جوړو شویو۴۰ ګاډرونو د نصبولو چارې پیل شوې.
د دې پړاو له بشپړېدو وروسته به د پله د فرش د جوړولو چارې پیل او هڅه کېږي څو دا پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پُل چې ۴۲ متره اوږدوالی او ۲۰.۴ متره سور لري، د جوړولو په چارو کې ۷۰ استحکامي ستنې او ۴۰ ګاډرونه هم شامل دي.
کابل ښاروالۍ د ۱۶۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د قلعه زمان خان- کابل- جلال آباد سړک تېر کال جوړ کړی چې، د کابل په ختیځ زون کې د کابل ښاروالۍ له مهمو زېربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د دوی ترانسپورتي او ترافیکي ستونزې به هوارې شي. همدا راز د دې سړک په نښلېدو سره به د مکروریان څلورلارې ترافیکي بهیر هم په منظمه توګه ووېشل شي.
د قلعه زمان خان- کابل - جلال آباد سړک په اوږدو کې د موټریز پله د ګاډرونو نصبولو چارې پیل شوې


