الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بره‌ کي څلورلارې کې د هوايي پله د سړک قیر چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په بره‌ کي څلورلارې کې د هوايي پله د سړک قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیرعبیدالله الهام وویل چې، د دې پله قیر چارې د ټولو تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي څو یې کیفیت په غوره توګه تضمین شي.
د نوموړي په وینا؛ د هوايي پله دواړو خواوو ته د رمپونو سړکونه په درېیو طبقو او د پله دک سلب په دوه طبقو کې قیر کېږي چې، دا کار د سړک په ټینګښت، دوام او کیفیت کې مهم رول لري.
د بره کي څلورلارې هوايي پُل د دهن باغ څلورلارې له لوري د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري. دا پُل د بره کي څلورلارې د سترې او مهمې پروژې مهمه برخه ده چې، د ترافیکي بهیر د ښه والي او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د غه ستره پروژه چې، د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک جوړول پکې شامل دي، د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپاري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په بره کي څلورلارې کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزه په اساسي توګه هواره شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.