
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک دویمه طبقه قیر چارې تر تخنیکي څارنو لاندې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۳۰۰ .۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوی او تر اوسه یې د ۲.۹۵۰ متره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو یې دوام لري.
په دې پروژه کې د یوه لوی کانال، څو پُلګوټو، د ۷۰۰۰ متر مربع استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د بګرامیو- لته بند سړک د کابل ښار یو مهم نښلوونکی دهلیز دی چې، د سویلي او ختیځو د نښلولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به انشاءالله ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د توکو آسانه لېږد را لېږد ته به زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د داسې مهمو زېربنايي پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي څو ترانسپورتي زېربناوې پراخه او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک قیر چارې د پام وړ پرمختګ لري


