الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو- شه-ید سردار محمد داودخان روغتون د سړک جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې اړوند له هوايي بلاکونو څخه د شه-ید سردارمحمد داود خان تر څلورسوه بستریز روغتون پورې د ۱۱۶۹ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي اوهڅه کېږي چې د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او د ۳ زره متر مکعب استنادي دېول جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دا سړک چې، د هوايي ډګرد بدیلې لارې په توګه د تګ راتګ د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، په جوړېدو سره به یې د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.