
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې ۳۰ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو دا پروژه هر ژر په معیاري او اساسي توګه بشپړه شي.
د سړک دا برخه چې ۲۷۰۶ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، په سړک د کرښو اچولو، څراغونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده او ټاکل شوې چې، د جوړولو چارې یې تر راتلونکو ۱۰ میاشتو پورې بشپړې شي.
همدا راز د ۶۰۰۰ متر مکعب په اندازه د استنادي دېوال، د ۹۰ او ۵۵ مترو په اوږدوالی او د ۲.۵ او ۱.۵ مترو په سور د دوو پُل ګوټو جوړول هم د یادې پروژې برخې دي.
د یادونې وړ ده چې، ورته مهال د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي څو د روان کال په بهیر کې بشپړې اویاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې د کابل په ختیځ کې یو له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې د اقتصادي فعالیتونو ودې ته زمینه برابره او د تګ راتګ په برخه کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک دویمه برخه ۳۰ سلنه کاري پرمختګ لري


