الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌ کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک د کرښو اچولو چارې ترسره شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ترافیکي بهیر د ښه تنظیم او د موټرو د خوندي تګ راتګ په موخه، د بره‌ کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک د ترافیکي کرښو اچولو چارې ترسره شوې.
په یادو کرښو کې نښلول شوې، پرې شوې کرښې او نورې ترافیکي نښې شاملې دي، چې د موټرو د تګ راتګ په تنظیم او ترافیکي خوندیتوب کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ له درنو ښاریانو غوښتنه کوي، چې په کرښو موټر ونه چلوي؛ ځکه د موټرو پرله‌ پسې تېرېدل د دغو کرښو د رنګ د ژر له منځه تلو، د وضاحت د کمېدو او د ترافیکي نښو د اغېزمنتیا د ټیټېدو لامل کېږي.
د بره‌ کي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور جوړ شوی، چې ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
اوسمهال د دې سړک د ښکلا او داخلي پوښښ چارې روانې دي چې د پاتې کارونو له بشپړېدو وروسته به، ان‌شاءالله، د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د دې زېربنايي پروژې پلي کېدل، د ترافیکي بهیر د ښه‌ والي، د ګڼه‌ګوڼې د کمښت او د کابل ښار په دې برخه کې د ښاریانو د تګ راتګ د آسانتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.