د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه تر سیلو پورې د سړک د پاتې ۳۶۰ مترو په اوږدوالي برخې قیر چارې، د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي.
دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۱۹۱۰ متره اوږدوالی،۲۰ او ۴۰ متره سور لري، تر دې وړاندې یې۱۵۵۰ متره برخه قیر شوې او د پاتې برخې د قیر چارو په بشپړېدو سره به یې قیر چارې بشپړې شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د یادې پروژې پاتې چارې به د روان کال په اوږدو کې، انشاءالله، بشپړې او ورسره جوخت به د ښاریانو لپاره د خوندي او آسانه تګ راتګ زمینه برابره، ترافیکي وضعیت ښه او د ښار د بېلابېلو برخو ترمنځ به تګ راتګ آسانه شي.
دغه راز د دې سړک جوړېدل د ښاري زېربناوو او تأسیساتو د پراختیا او د کابل ښار د معیاري سړکونو د شبکې د پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د دهبوري–سیلو سړک د پاتې برخې قیر چارې روانې دي


