
د دولسمې ناحیې اړوند د قلعه شانان سیمې په ۲۱م، ۳۳م او ۳۶م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میراالرحمن «ناصري»، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په حضورکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس د کابل ښار په لږ پرمختللو ناحیو، لرې پرتو سیمو او هغو سیمو کې چې، له ښاري آسانتیاوو بې برخې دي، د نویو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل: دغه پروژې د ۲۷.۵ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت، د څلورو میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په معیاري ډول پلې شوې دي.
همدا راز د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال هره ورځ له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادو ګذرونو اوسېدونکو چې، تر دې وړاندې یې د خاورینو سړکونو او کوڅو له امله د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې درلودې، د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي وښوده او د ساتنې په برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژې په ټولیزه توګه د ۱۷۳۰ مترو په اوږدوالي او له ۴ څخه تر۱۱ مترو په سورسره پلې شوې دي.
په دولسمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې


