الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیو له مالکانو، ودانیزو شرکتونو او د ګذر له وکیلانو سره ناسته ترسره شوه

27 عقرب 1405


د ودانیزو فعالیتونو د تنظیم، د کیفیت د کنټرول، د تخنیکي معیارونو د رعایت او په جدي توګه د خوندیتوب د لارښوونو د پلي کېدو په موخه، د ودانیو د مالکانو، د ودانیزو شرکتونو د مسئولینو، سيمه ییزو انجنیرانو او د ګذر د وکیلانو په ګډون د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې په مقر کې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د ودانیزو اصولو او معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ او د ودانیو له مالکانو او د ودنیزو شرکتونو له مسئولینو یې وغوښتل چې، د ودانیزو چارو په ټولو پړاوونو کې، له کیندنې او بنسټ ایښودلو څخه نیولې، د ودانۍ تر جوړولو او بشپړېدو پورې، تخنیکي معیارونه، د کار کیفیت او د خوندیتوب تدابیر په جدي توګه مراعات کړي.
نوموړي زیاته کړه: د کارګرانو او ګاونډ ودانیو خوندیتوب، سړکونو، پليو لارو، کانالونو او نورو عامه تأسیساتو ته د زیان رسېدو مخنیوی، د ودانیو د مالکانو او ودانیزو شرکتونو له اساسي مسئولیتونو څخه دي. هېڅ پروژه باید د مسئول انجنیر له شتون او تخنیکي څارنې پرته پر مخ یو نه وړل شي او ټولې چارې باید د منظور شوې نقشې او ودانیزو معیارونو له مخې ترسره شي.
دغه رازپه دې ناسته کې د کارګرانو له خوا د خوندیتوب د وسایلو پر کارولو، د سړکونو او پليو لارو پر غاړو د ودانیز توکو د زېرمه کولو د مخنیوي، د ودانیزو کثافاتو پر منظم لېږد، د کانکریټ اچونې د اصولو پر رعایت، د پروژې په سیمه کې د قانوني سندونو او ودانیز جواز پر شتون او د منظور شوې نقشې خلاف د اضافي پوړونو او برخو د جوړولو په مخنیوي ټینګار وشو.
په ناسته کې څرګنده شوه چې، د پنځمې ناحیې تخنیکي او څارونکې ډلې به په دوامداره توګه د ودانیزو پروژو څارنه کوي او که د اصولو او مقرراتو کومه سرغړونه ولیدل شي، د نافذه قوانینو او کړنلارو له مخې به لازم اقدامات ترسره او په اړینو مواردو کې به د پروژې فعالیتونه ودرول شي.
د پنځمې ناحیې مسئولینو ټینګار وکړ چې، د کابل ښاروالۍ د اصولو رعایت، د ودانیو د کیفیت ډاډمنول، د کارګرانو خوندیتوب او د عامه شتمنیو ساتنه، د ودانیزو چارو د ټولو ښکېلو خواوو ګډ مسئولیت دی او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره به جدي څارن دوام ولري.