د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهوررئیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

27 عقرب 1398

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین دکابل ښاروال احمد ذکي سرفراز سره په ارګ کې وکتل او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، د سړکونو او کانالونو جوړولو، تنظیف، سرسبزي او د ترافیکي چارو تنظیم په برخو کې د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد. کابل ښاروال د دې ادارې د کړنو راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، کابل ښاروالۍ توانېدلې چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د کابل ښار په لسو ناحیو کې ۱۳۷ زره ملکیتونه سروې او ثبت کړي او همداراز، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۹۳ پروژو کار روان دی چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د نورو پروژو کار جریان لري. نوموړي په کابل ښار کې د ترافیکو انسجام په اړه وویل، ټاکل شوې د ترافیکي انسجام لپاره ۳۰۰ مامورین وګمارل شي او ترافیکي پولیسو سره په همغږۍ به د ښوونځیو د زده کوونکو لارښوونې، د سړک غاړې موټرو تمځایونو مدیریت او د وسایطو د حرکت مسیر د څارنې په برخو کې همکاري وکړي. جمهوررئیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور تر اورېدو وروسته د یادې ادارې د هڅو د مننې ترڅنګ وویل، د کابل ښار د انکشافي پلان عملي کېدو سره به د ښار بڼه بدله شي. جمهوررئیس کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د کابل ښار اوسېدونکو ته د خدماتو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او همداراز د ترافیکي بیروبار مخنیوي، تنظیف او د کابل ښار سرسبزي په برخو کې لازم اقدامات وکړي.