د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

 ‏‎د ننګرهار ښار د نیالګیو په فارمونو کې د کابل ښاروالۍ د ۲۵ زره نیالګیو د روزنې کار روان دی.

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د ننګرهار د کرنې له ریاست سره په همغږۍ د دغه بنسټ د سمسورتیا مسوولانو په یوه کاري سفر کې د نیالګیو اېښودلو موسم لپاره په دغه ښار کې د کابل ښاروالۍ د نیالګیو د روزنې په موخه پر مشخصو حللارو او تدابیرو بحث او خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا ریاست مرستیال رفیع الله رحمیزي په دې اړه څرګندوي چې د ښار د لا ښکلا او غوړېدنې او د نیالګیو اېښودو لپاره له څه مودې راهیسې د پغمان د نیالګیو د روزنې د فارم تر څنګ د جلال اباد ښار په جوی هفت ساحه کې د کابل ښاروالۍ په اړوند فارم کې د ۲۵ زره نیالګیو د روزنې کار روان دی. په دغو نیالګیو کې مورپان، چنار، ناجو، دیوار بید او ډول ډول ګلونه شامل دي چې په معیاري او مډرن ډول د ودې په حال کې دي. ټاکل شوې ده چې د نیالګیو اېښودلو په فصل کې په سړکونو، پارکونو، ګلدانونو، غونډيو او د ښار د ناحیو په نورو مهمو ځایونو کې کېښودل شي او د ښار د ښکلا او غوړېدنې لامل شي او له بلې خوا د سمسورتیا پراختیا، د هوا د ککړتیا د کموالي لامل هم کېږي.‎