د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهور رئیس غني: ولس دې له سانسور پرته ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې راته ووایي

26 جدی 1398

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام له غرمې مخکې د اتلسمې او نولسمې ناحیو او ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکو سره په چهارچنار ماڼۍ کې، وکتل.

په پیل کې حاجي عبدالنصیر د ګذر وکیلانو، مولوي محمدنصیر تره خېل د علماوو، طاهره سما د ښځو، ملک خان سید د اصنافو، محمدملنګ عطایي د معارف او قاري میرګل د ځوانانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهوررئیس څخه د دغو بحثونو د پیلولو له امله د مننې پرمهال د دوام غوښتنه وکړه او دا یې د ستونزو د حل لپاره ګټور وبلل.

یادو ویناوالو، په اتلسمه ناحیه کې د پولیسو حوزې، روغتون، پوهنتون، د فاتحې سالون، پارکونو، سټډیوم، منظم ټرانسپورټ او برېښنا د نشتوالي، د خامو سرکونو، د ځمکو د غصب، ناامنۍ، بې عدالتۍ، د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې او تاوتریخوالي، معارف، د اوبو د کموالي، د ژوند د نامناسب چاپیریال، د اتلسمو او نولسمو ناحیو د معارف حوزو د ایجاد، د نشه یي توکو ستونزې او په دې اړه خپل وړاندیزونه او حل لارې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني له یادو ویناوالو څخه د ولس د ستونزو او غوښتنو د مطرح کولو له امله مننه وکړه او مسوولینو ته په خطاب کې یې وویل، په دغه ولسي هنداره کې ستاسو انځور ښه نه دی او په همدې خاطر مې د کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ پیل کړه.

جمهوررئیس وویل، د ولس تشخیص او پیغام دادی چې مسوولینو تردې وړاندې د ده سبز ولسوالۍ د خلکو په حق کې لیدونکې سترګې، اورېدونکي غوږونه او کارنده لاسونه، نه لرل او دا وضعیت هیڅ د منلو نه دی.

د هیواد جمهوررئیس غاصبینو ته په اشارې وویل، غاصب نور ځای نه لري، پر وړاندې به یې جدي اقدامات کېږي. غیرمسوول وسله وال به یا مسوول او یا هم بې وسلې کېږي، ځکه د ولس زغم نور پایته رسېدلی دی. هغه زیاته کړه، هیڅوک تر قانون لوړ نه دي، نو چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد جنګېږو، د زورواکانو پر وړاندې ولې بې تفاوته واوسو.

محمداشرف غني مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ده سبز کې باید د پانګونې زمینه برابره او د کابل په انکشافي ساحه بدله شي. هغه زیاته کړه، په راتلونکو درې کالو کې د معارف، اوبو او برېښنا ستونزې په اساسي توګه حل کېږي. هغه زیاته کړه، د ده سبز خلکو ته باید د ژوند اسانتیاوې کاري زمینې او مناسب چاپیریال برابر او د ده سبز باغداري تامین شي، ځکه زموږ لپاره حیاتي ارزښت لري.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، پوهنې وزارت باید ځواب ووایي چې ده سبز ولسوالۍ سره څه ستونزه لري چې د ځینو ولایتونو په څېر د مور او میرې سلوک ورسره کوي. حکومتي دستګاه دې د جمهوررئیس د لیدلوري مطابق فعالیت وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، ولس واضح او په قاطعیت هر اړخیز اصلاحات غواړي، موږ ورته زمینه برابره کړې او زه به اصلاحات راولم ، خو هغوی چې د اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه ایجادوي،تاسو ولس به یې ځواب ووایئ. هغه زیاته کړه، زه غواړم چې ولس له سانسور پرته ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې په ازادانه توګه راته ووایي چې د حل لپاره یې پر وخت اقدامات وکړو.