الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دویمې ناحیې بهارستان کې د ککړو اوبو لپاره پر پلیو لارو د څاګانو د ایستلو مخنیوی

29 جدی 1398

کابل ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند بهارستان سیمه کې د ککړو اوبو لپاره پر پلې لاره د یوې څاه د کیندنې مخه ونیوه.

یو کس چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول پلې لاره وکیندي او د ککړو اوبو لپاره څاه به کې جوړه کړي د ښاري قانون څخه د سرغړونې په تور لاس په لاس ونیول شو او اړ کړای شو چې ایستلې کنده بیرته ډکه کړي.

نوموړي ته اخطاریه هم ورکړل شوه چې بیا ځل د داسې کړنې به صورت کې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کېږي.

پر پلیو لارو د ککړو اوبو لپاره څاه کیندنه یا د پلیو لارو تخریب له ښاري اصولو او قوانینو خلاف عمل بلل کېږي او هر څوک چې په دې برخه کې سرغړونه کوي د ښار د لویو متخلفینو په څېر تر قانوني تعقیب او مجازات لاندې نیول کېږي.