د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ازبکستان جمهوریت د ترمذ ښار ښاروال او د سرخان ولایت له مشرتابه سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال لیدنه.

1 دلو 1398

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال سرڅیړونکی محمد فاضل شریفي او ورسره پلاوی چې د جمهوري ازبکستان د تاشکند او ترمذ ښارونو د ښاروالانو په رسمي بلنه د یاد ښارونو له چارواکو سره د لیدنې په حال کې دي ، نن سهار د ترمذ ښار ښاروال او دهغې ولایت له مشرتابه سره وکتل. په دې لیدنه کې د ترمذ ښاروال تر څنګ د پانګو اچونې ، فرهنګ ، ژوبڼ رئیسانو او د هغې ولایت نورو وګړو ګډون درلود . د ترمذ ښاروال په یاد ښار کې د کابل ښاروالۍ پلاوي له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د ترمذ ښاروالي به له کابل ښاروالۍ سره په فرهنګي چارو ، د حیواناتو تبادلې ، د کابل او ترمذ ژوبڼوڼو تر مینځ تجربو ، د کثافاتو پاکولو او تفریحي پارکونو جوړولو په برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموي .د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د تاشکند او ترمذ ښاروالیانو له همکاریو او ژمنو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د تېرو ژمنو او همکاریو په څېر به د دواړو ښارونو تر مینځ  همکارۍ لا پراخې کړو .