د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهور رئیس غني : غاصبان، زورواکان او غیر مسوول وسله وال باید وځپل شي

12 دلو 1398

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام د سروبي، خاکجبار، موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو او شلمې ناحیې د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

په پیل کې عدنان ساحل، مولوي قدرت الله همت، خوږې بابکرخېل، انجنیر ذبیح الله سهاک او طلامحمد اتمانزي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهوررئیس څخه ولسونو سره د لیدنو، بحثونو او د دوی د ستونزو د اورېدو د دغې لړۍ د پیلولو له امله مننه وکړه.

یادو ویناوالو د تحصیلي بورسونو، د ښوونځیو د تشکیل، ودانیو او ښځینه ښوونکو د استخدام، روجان بند، د غونډو تالارونو، بندونو، ویالو، د ښځینه دیني مدرسو، وړکتون، د ازرې او خاکجبار سړک او ورزشي لوبغالو د جوړولو، د جوماتونو د رسمي کولو او بیارغاولو، علماو او ځوانانو ته د کاري زمینو، امنیت، ترانسپورټ، برېښنا، زورواکانو، د سروبي روغتون د ارتقا، د ولسي تړون پروګرام د تطبیق، د جګدلک او تېزین د سرکونو او د جګدلک کلینیک د رسمي کولو، د موسهي سرک پخولو، فرعي سرکونو، په سوله کې مشرانو ته د رول ورکولو، د روغتونونو د ارتقا او تجهیز په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

جمهور رئیس غني یادو ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، مننه چې ستونزې مو په وضاحت راسره شریکې کړې، زما او ستاسو تشخیص یو دی، له تاسو سره د مور او میرې چلند شوی او له دغه وضعیت څخه نه تاسو او نه هم زه راضي یم.

جمهور رئیس مسوولینو ته په خطاب کې وویل، نن د کابل د څلورو محرومو ولسوالیو استازي او اوسېدونکي دلته حضور لري. له ټولو وزارتونو او ادارو څخه د دغو ولسوالیو د ستونزو د حل مشخصه طرحه غواړم.

د هیواد جمهور رئیس وویل، افغانستان پرېمانه زېرمې لري، خو محدوده ډله د اصلاحاتو او له دغو زېرمو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي، مګر ستاسو په غوښتنه او ملاتړ به هیڅ وخت دوی ته د دې اجازه ورنه کړو.

جمهور رئیس د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د څلورو ولسوالیو له استازو سره داسې میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې پرمختګونه او پاتې ستونزې تشخیص شي. هغه زیاته کړه، په هرو څلورو میاشتو کې به په خپله له خلکو سره د شویو پرمختګونو او لاسته راوړنو د ارزونې په اړه ناستې ولرم.

محمداشرف غني له معیار او ټاکلې اندازې څخه د زیاتو وزنونو د انتقال له امله د واټونو ویجاړولو، د کرایو لوړولو او له ښځو څخه د دوه او څو تنو کرایې اخیستلو ستونزې ته په اشارې وویل، که ترانسپوټران په دې او ورته نورو برخو کې شته ستونزې حل او خپل چلند اصلاح نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، غاصب، زورواکانو او غیر مسوول وسله والو ته نور په افغانستان کې ځای نشته، ځکه ولسونه له دوی څخه تر پوزې رسېدلي دي او غوښتنه یې داده چې غاصبین، زورواکان او غیر مسوول وسله وال باید وځپل شي.