د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهوررئیس غني: سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو داسې سوله چې د ټولو مېرمنو حقونه په کې خوندي وي

17 دلو 1398

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو د ښځو له استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

په دغه غونډه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، ډاکټر بنفشې بهار نبي زاده، سولې نسیمي سادات ، عایشې شاهي، فریبا نوري او نرګس حسن زۍ د نورو په استازیتوب د ویناوو پرمهال د روغتیا، سپورت، پوهنې، لوړو زده کړو، مدني ټولنې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې د ښځو ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

یادو ویناوالو ښځينه ډاکټرانو ته د کاري زمینو، د معیاري روغتونونو د نشتون، د بې کیفیته درملو، د روغتیایي کارکوونکو د امنیت د تامین، د دولتي او خصوصي روغتونونو د خدماتو د څارنې، د ښځو لپاره د ورزش د مناسب او خوندي ځای او بودجې ، په ادارو او سپورتي ځایونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض او د ښځو د عالي شورا جوړولو ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

دوی همدارنګه د رهبرۍ په کچه د ښځو دحضور، د مسلکي ښوونکو د کموالي او د معیاري نصاب د نشتون، پوهنې وزارت کې د څوکیو د انحصار د مخنیوي، د پوهنې اولوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو، د پوهنې وزارت د ډیجیټلي کېدو، په شخصي پوهنتونونو کې د لوړو فیسونو د مخنیوي، ښځینه زندانیانو او د هغوی ماشومانو ته، د ښوونکو ستونزو، سوداګرو ښځو او د خصوصي متشبثینو لوړو مالیاتو ته د پاملرنې، د لاسي صنایعو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې شته ستونزې او د هغو حللارې یادې کړې.

جمهوررئیس غني له یادو ویناوالو څخه له سانسور پرته د خپلو وړاندیزونو د شریکولو له امله مننه وکړه او وې ویل، زه ویاړم چې افغان ښځه د قدرت او قوت بېلګه ده.

جمهوررئیس د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په هره ناحیه کې د دوه ښځینه ګذر وکیلانو د انتخاب زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړه، یوه اداره د ښځو ټولې ستونزې نشي حلولی، د ښځو د موضوعاتو د انسجام لپاره د ښځو قوي شورا ته اړتیا ده ، ځکه د ښځو ترمنځ له واضح انسجام پرته ټولې ستونزې نشو حلولی.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په تېرو پنځو کلونو کې په لوړو بستونو کې د ښځو ګومارلو ته پاملرنه شوې او دغه بهیر به ادامه ولري. هغه زیاته کړه، د ورزش په برخه کې لا هم ښځو ته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي. د واضح طرحې په اساس به په دې برخه کې اساسي اقدامات وشي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په پام کې ده چې حضوري چمن یواځې د کورنیو، مېرمنو او ماشومانو په ورزشي او تفریحي ساحه بدل شي. د پغمان او بالاباغ یوه برخه به هم د ښځو سوداګریزو او سپورتي فعالیتونو ته ځانګړې شي.

جمهوررئیس غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د بدني روزنې او سپورت په عمومي ریاست او المپیک اداره کې ښځینه مرستیالانې او رئیسانې وټاکي. هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت او درسي نصاب به اساسي اصلاحات راشي، ځکه د پوهنې نظام څخه هیڅوک هم راضي نه دي.

جمهوررئیس وویل، نوي ښوونیز کال کې به ۷۰۰۰ ښوونځي چې ۳۵۰۰ یې د نجونو دي په نوې ټکنالوژۍ سنبال شي. پوهنې وزارت باید د ښوونځي په خدمت کې وي، نه دا چې ښوونځي د وزارت په خدمت کې وي.

هغه زیاته کړه، د اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون د مېرمنو د استخدام لپاره تدابیر نیولي اوتاسو هم په دې اړه واضح طرحه راکړئ. زه ویاړم چې زما مېرمن نه یواځې ښوونکې، بلکې زما ښه سلاکاره هم ده.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، مونږ د ښځو د تجارتي توکو او لاسي صنایعو، بازار موندنې په برخه کې په واضح پروګرام کار کوو، دغه راز د مېرمنو د قراردادنو د اخیستو برخه کې د ستونزو د حل په موخه هم کار روان دی.

جمهوررئیس غني وویل، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو داسې سوله چې د ټولو مېرمنو حقونه پکې خوندي وي. د سولې موضوع په احساساتو نه، بلکې په تدبیر او عقل باید مخته لاړه شي. هغه زیاته کړه د باعزته سولې لپاره باید د ښځو غږ ټول ولس ته ورسول شي، ځکه زه نه غواړم چې سوله په یوه سیاسي تجارت بدله شي.

په پای کې د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، ما دغه جلسه ځکه رابللې چې د کابل ولایت د مېرمنو ستونزو او وړاندیزونو لپاره حل لارې ولټوو. ستاسو دغه نظریات او وړاندیزونه به د تطبیق په موخه په برنامو بدل او رسیدګي به ورته وشي.