
نن ورځ له غرمې مخکې کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز او د دې ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال سره په ګډه خپلو کارکونکو ته روغتیایي او د کاري خوندیتابه لازمې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال اړوندو څانګو ته د لازمې لارښوونې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د خوندیتابه اړوند مواد دې برابر او د کارونې لارې چارې دې هم کارکونکو ته ور وښیي او د دې ویروس پر وړاندې مبارزه کې یې د ټولو اړوندو مسوولینو جدیت حتمي وباله.

 
    

