د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اومې ناحیې ځينې اوسېدونکو او د ګذر وکیلانو د کابل ښاروال کړنې وستایلې

7 سرطان 1399

نن د اومې ناحیې ځينو اوسېدونکو او د ګذر وکیلانو د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی کړنې وستایلې او څرګنده یې کړه چې ښاغلی سلطانزوی په کړکېچنو شرایطو کې د کابل ښاروالۍ مسوولیت پر غاړه واخیست.

په هغه ناسته کې چې په همدغه مناسبت جوړه شوې وه، د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو رییس فدامحمد عادل وویل چې کابل ښاروالۍ د یوې مهمې پروسې (د کرنتین په ورځو کې د وچې ډوډۍ د وېش) مسوولیت پر غاړه درلود، چې د افغانستان په تاریخ کې په ورځني ډول له اړمنو سره دومره مرسته بېساري ده.

ښاغلي عادل زیاته کړه چې خلک باید د کابل ښاروالۍ او ګذر وکیلانو هڅې او زحمتونه په پام کې ونیسي او عادلانه قضاوت وکړي.

کابل ښاروال د اومې ناحیې له اوسېدونکو او ګذر وکیلانو څخه د مننې تر څنګ وویل چې د ښاروالۍ په اداره کې باید کارونه په ګډه او یو بل منلو په روحیه ترسره شي.

ښاغلي سلطانزوی زیاته کړه چې په کابل ښار کې باید فرهنگي، ټولنیز او پرمختیايي پروګرامونه په متوازنه توګه ترسره شي، ترڅو ښار له اوسني حالته وژغورل شي او د ښار خلک یو له بل سره وصل شي.

کابل ښاروال وویل چې اومې ناحیې ته ۱۳ د ټولګټو پروژې په پام کې نیول شوې دي او ټاکل شوې ده چې عملي کار به یې ژر تر ژره پيل شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې له ښاروالۍ سره همکار وي او د کار د چټکۍ، کیفیت او پلي کېدو څارنه وکړي.

کابل ښاروال پر دغه ټکي په ټينګار سره چې د کابل ښار ټول فرهنگي، ټولنیز او پرمختیايي پروګرامونه باید خلک‌محوره وي، زیاته کړه، چې ښار باید له اوسني حالته ووځي.

ښاغلي سلطانزوی د ګرځنده پلورونکو د تنظیم، نظافت، د ناقانونه ودانیو د جوړېدو مخنیوي او ترافیکي ګڼې‌ګوڼې د کمولو په برخه کې د خلکو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه حاضر دی چې د اصلاحاتو په برخه کې د ټولو خلکو نظرونه واوري.

کابل ښاروال وویل چې د ښاروالۍ اداره له خلکو بېله نه ده او فرهنګي او ټولنیز پروګرامونه باید زیات دود شي او د ګذر وکیلان باید د خلکو فرهنګي ژبه وي.

ښاغلي سلطانزوی د ښاري ژوند فرهنګ د دودولو په برخه کې د علماوو او مساجدو رول مهم وباله او ویې ویل چې د کرونا خطر له رفع کېدو وروسته به د علماوو او کابل ښاروالۍ تر منځ همکاري زیاته شي.