د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي د پلازمینې شپږسوه او اتیازره اوسیدونکو ته لنډمهالي د کارموندنې فرصتونه برابروي

5 عقرب 1399

په هیواد کې د کرونا وبا خپریدو نه یوازې د روغتیا په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړې، بلکې په سوداګریزو او ټولنیزو برخو یې هم منفي اغیز درلود. د خلکو د عاید کموالی او د فقر سطحې لوړیدل یې په ټولنیزو او سوداګریزو برخو منفي اغیزې وې چې د خلکو په ځانګړې توګه د پلازمینې د کسب کارانو ژوند یې په جدي توګه متاثر کړ. کابل ښاروالي له نړیواله بانک سره په همغږۍ په پلان کې لري د سوداګریز او ټولنیز ناورین د مدیریت په موخه چې په هیواد کې د کرونا وبا د خپریدو له امله رامنځ ته شوی، د کارموندنې پروګرام داسې تنظیم کړي، څو د یادې برخې له اصلو موخو سربیره وکولای شي خپلې د بیارغونې، عمراني او مراقبتي پروژې داسې طرحه کړي، چې ماهرو او غیر ماهرو کارګارانو او کسب کارانو ته د کاري زمینه برابره شي او د کابل ښار اوسیدونکو معیشتي وضعیت ورسره مثبت لورې ته وګرځي. د کارموندې دا پروګرام (۱۲۱) پروژې په برکې نیسي، د کابل ښاروالۍ په هره ناحیه کې به د اړتیا له مخې له (۲- ۶) پروژې په عمراني ، بیارغونې، چاپیریال ساتنې ، د ښاري بنسټیزو پروژو تقویې او بازارونو کې له واړه شکل د لنډوخت لپاره پلې کړي، څو ورسره کسب کارانو او کارګرانو ته د کارموندنې لنډمهالي فرصتونه برابر شي او ډیر ژر به دا پروژې پیل شي.دا پروژې په دې توګه په څانګو ویشل شوې، چې د ژمي په را رسیدو سره د کابل ښاریانو عمده ستونزې پکې حل شي او یو شمیر مقصدونه په یادو پروژو کې په نظر کې نیول شوي چې په لاندې ډول دي:

د ویالو پاکول؛

د اوبو نل لېکو او استنادي دیوالونو سنګ کاري؛

د پلو لارو بیارغونه؛

د واټونو په تیږو فرش؛

د واټونو کانګریټ

د یادې موخې ترسره کولو لپاره شاوخوا  (۸) آته ملیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.دغه راز یادې پروژې به د کابل ښار په ټولو ۲۲ ناحیو کې د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي پروګرام له لارې طرحه او پلې شي.د قرارداونو او تدارکاتي پروسې تر بشپړیدو وروسته ټاکل شوې ده ، په محدود وخت ۴ میاشتو کې دا پروژې عملي شي، چې د چاپیریال د وضعیت غوره کیدو، د ښاري بنسټیزو پروژو د ساتنې او بازارونو ښه کیدو سربیره به په غیر مستقیمه توګه د کابل ښار شپږسوه اتیا زره کسانو ته لنډمهالي کاري فرصتونه برابر شي.