د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لنډمهالو بوختیاو برابرولو پروګرام د اجرايي کیدو په اړوند معلوماتو وړاندې کول!

4 قوس 1399

کابل ښاروالي د پلازمینې شپږسوه اتیازره اوسیدونکو ته لنډمهالې بوختیاوې برابروي د لنډمهالو بوختیاوو برابرولو پروګرام د اجراکوونکو بنسټونو او د کابل د ۲۲ ناحیو د ګذروکیلانو شوراګانو د رئیسانو ترمنځ د معلوماتو وړاندې کولو په موخه غونډه ترسره شوه چې، پکې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، د ښاروالۍ د مالي او اداري معين نظيف الله قلندرزي، د اقتصاد وزارت د بوختیاوو موندلو پروګرام رئیس مطیع الله جاهد او د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي ادارې رئیس نبی الله عظیمي له لوري د ګذر وکیلانو ته معلومات وړاندې شول. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل، چې موږ د فقر کچې د راټیټولو په هڅه کې یو، څو د لنډمهالو، منځمهالو او لویو ټولګټو پروژو له لارې خلکو ته کاري بوختیاوې رامنځ ته کړو. کابل ښاروال د ښاري بې نظمۍ یو لامل فقر لکه د لاسي توکو پلورونکو ستونزه د فقر له امله وباله او زیاته یې کړه چې د هرې ممکنې لارې هڅه کوو د ښاري اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د لویو او وړو پانګو له لارې د فقر د لمنځه وړلو په موخه پروګرامونه په لاره واچوو. کابل ښاروال له ګذر وکیلانو د چاپیریالي ستونزو پیژندلو په اړوند وغوښتل چې له یوه لوري دې لومړیتوب ته په کتو خپلې ستونزې مشخصې کړې او له بل لوري دې د بوختیاوو د لنډمهالو پروژو په تطبیق کې له موږ سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې، کرونا نه یوازې د هیوادوالو روغتیايي برخه زیانمنه کړې، بلکې په اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې هم بده اغیزه کړې ده . د بېکارۍ کچې لوړیدل ، د درآمد کموالۍ او په ټوله چې د فقر کچې لوړیدل په هیواد کې د کرونا ویروس له ناوړه اغیزو شمیرل کیږي،چې د ښاریانو په ځانګړې توګه د پلازمینې د کارګرانو معیشتي وضعیت یې په لوړه کچه تر اغیز لاندې راوستی دی. کابل ښاروالي له نړیوال بانک سره په همغږۍ د دغه ټولنیز او اقتصادي ناورین د مدیریت په موخه په پلازمینه کې، د بوختیا موندلو څلورم پروګرام تعقیب او مرور کړی دی چې، د دې برخې د اصلي موخو تعقیب سربیره به، موږ وتوانیږو د لنډمهالو عمراني پروژو د طراحیو په کوچوکاټ کې، ښاري زیربنايي،مراقبتي او د بیارغونې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړو او له بل لوري به د یوې ډلې کاګرانو لپاره کاري بوختیاوې برابرې او په دې توګه به له کرونايي وضعیت څخه د رامنځته شوي بد وضعیت سره د مبارزې په برخه کې اقدامات او مرسته شوې وي. د کاري بوختیاوو موندلو دا پروګرام په (۱۲۱) پروژو ویشل شوی چې، د کابل ښار په هره ناحیه کې به د اړتیا له مخې (۲- ۶) پروژې په عمراني، بیارغونه، چاپیریال ساتنې، بازارونو او د بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې په کمه کچه په دې موخه چې کارګرانو ته لنډمهالې بوختیاوې د ورځ مزد په توګه برابرې کړې، چې عملي کارونه یې په نیږدې راتلونکې کې پیل کیږي. دا پروژې داسې تعریف او لومړیتوب بندي شوې دي، چې وکولای شو د کابل ښاري عمده ستونزې په ځانګړې توګه د سړو په موسم کې رسیده ګي وکړو، چې د یو شمیر پروژو په چوکاټ کې لاندې موخې تعقیب شوې دي: د کانالونو پاکول؛ سنګ کاري، استنادي دیوالونه او د اوبو لښتي؛ د پلو لارو بیارغونه؛ د واټونو په تیږو فرش کول؛ د واټونو کانګریټ کول؛ په ټوله کې د یادو موخو د تعقیب لپاره ( اته ملیونه ډالر) ځانګړي شوي دي. پروژې د ۲۲ ناحیو په کچه مشخصې او د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروګرامونو ادارې له لوري طراحي شوې دي. له تدارکاتي پړاونو بشپړیدو او له تطبیق کوونکو شرکتونو سره د قراردادونو تر کیدو وروسته به په راتلونکو څلورو میاشتو کې دا پروژې عملي شي او پر چاپیریال ساتنه، ښاري بنسټونو پیاوړتیا او بازارونو ښه کیدو په برخه کې به په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د پلازمینې شپږسوه اتیازره کسانو ته د لنډمهالو بوختیاوو فرصتونه برابر شي.