د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړې هوا په را رسیدو سره د ناروغیو پیدا کیدو په موخه د ناپاکې هوا او اوبو په اړه جدي اندیښمن یو!

10 قوس 1399

تر اوسه مو په کابل ښار کې له ککړتیا هوا او اوبو څخه د مخنیوي په موخه څه اقدامات کړي دي؟ مختلف لاملونه د هوا د ککړتیا سبب ګرځي،له دې ډلې د موټرو له زړښت رانیولې، د تودوخې په موخه د ۶۰۰ زره کورنیو له لوري د بې کیفیته موادو سون د یادونې وړ دي! کابل ښاروالۍ په تیرو ۳ میاشتو کې له ۵۸۸ ډیرو لوړپوړیزو ودانیو څارنه کړې ده ،چې له دې ډلې ۱۴۹ هغو یې مرکز ګرمي نه درلوده او یا غیر فعالې وې. دغه راز تیر کابل کابل ښاروالۍ وکولای شول ۱۴۹ لوړپوړیزې ودانۍ د فلتر جوړولو ته راضي کړي. ټولې هغه لوړپوړیزې ودانۍ چې روان کال څارل شوې دي، ۲۵۴ هغو یې فلتر نه درلود، چې له تیرو دریو اونیو را پدیخوا د کابل ښاروالۍ، چاپیریال ساتنې ملي ادارې اود کابل قوماندانۍ له لوري تر بندښت وروسته ، ۹۷ لوړپوړیزیو ودانیو فلترونه نصب کړي دي که د تیرو کال له اجراآتو سره د فلتر نصب کوونکو ودانیو شمیر ۲۴۶ ته رسیدلی دی. دغه راز ګډ ټیم تر نن ورځې پورې ۱۵۰ هغه ودانۍ چې فلتر یې نه درلودل بندې کړې دي او دا لړۍ روانه ده. د یادونې وړ ده ، چې دا لړۍ به تر هغه روانه وي، څو هغه ودانۍ چې مرکز ګرمی لري، فلتر یې نه وي نصب کړې، له دې پرته به د لوړپوړیزو ودانیو مالکان دکورنیو چارو وزارت د جنايي څیړنو ریاست په مرسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. له بل پلوه د اړتیا له مخې روان کال د ۱۸۱ لوړپوړیزو ودانیو مالکان د سرغړونو له امله د جنايي څیړنو ریاست له لوري احضار شوي او د ژمنې تر اخیستو وروسته په موقته توګه خوشي شوي څو په خپلو ښارګوټو کې فلتر نصب کړي .دغه راز هغه مالکان چې له تړل کیدو وروسته یې تر اوسه د فلتر د نصب په اړه اقدام نه دی کړی، د چاپیریالي سرغړونو به نامه مجرم بلل کیږي او کورنیو چارو وزرات د جنايي څیړنو ریاست له لوري تر تعقیب لاندې دي او ډير ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي. له ټولو هغو هڅو سره د هوا د ککړتیا په موخه ترسره شوې دي، اساسي پوښتنه داده چې که چیرته د لوړپوړیزو ودنیو او ښارګوټو مالکان فلتر نصب کړي، د کابل هوا به یوڅه پاکه شي؟ تر اوسه یې ځواب روښانه دی؛ په ټوله کې له لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو پرته، ایا له ۶۰۰ زره زیاتو کورنیو د دود لپاره فلتر نصب کړي دي او له ستندرډ سون توکو څخه ګته پورته کوي؟ له دې مواردو دا مالومیږي چې، د دولتي ادارو له لوري د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي فعالیتونو سربیره، جدي اړتیا ده چې په خپله خلک د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د خپلې او خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره رحم وکړي او له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروالي د وسایلو د تخنیکي چک په موخه علمي او هر اړخیزې مطالعې ترسره کړې دي، او که چیرته دا مسئولیت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي، په پوره اماده ګۍ به ځانګړې توګه د وسایلو د تخنیکي چک په برخه کې خدمت کولو ته چمتو دي. راځئ پاک ژمنۍ یو بل ته ډالۍ کړو !